دلوړو زده کړو وزارت
09 سلواغی 1395

د هنګري هېواد ماسټرۍ بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د هنګري هېواد Szent Istvan پوهنتون د 1017-2018 کال لپاره د کلیو پراختیا، کرهنیزو محصولاتو، باغداري او اوبو لګولو مدیریت په برخو کې د ماسټرۍ لپاره بهرني محصلان مني. په شرایطو پوره کسان کولی شي د نوموړو بورسونو لپاره په لاندې اسنادو سره نوم لیکنه وکړي:  ډیپلوم او ټرانسکرپټ چې بهرنیو چارو وزارت له خوا تائید شوی وي.  پاسپورټ کاپي  روغتیايي تصدیق  د انګلیسي ژبې اسناد مینه وال کولی شي خپله لنډه پیژندنه (CV) په انګلیسي ژبه ترتیب او د ۲۰۱۷ کال فبروري میاشتې ۲۸ نیټې پورې دې د نوم لیکنې په موخه لاندې بریښنالیک ته ولیږدوي. REU-Scholarship@fao.org هنګري دولت له قرارداد سره سم د FAO پروګرام لپاره ټول مصارف په غاړه اخلي. د لا ډیرو معلوماتو لپاره لاندې ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: FAO-Hungary Scholarship Programme www.fao.org/europe/news/dettail-news/en/c/462407 متقاضیان باید په انلاین ډول د فورمو له ډکولو وروسته د فورم یوه کاپي، د روغتیايي فورم او د جرمي مسؤلیت د نه شتون فورم سره یو ځای د لوړو زده کړو وزارت فوق لیسانس بورسونو آمریت ته وسپاري.