دلوړو زده کړو وزارت
05 اسد 1395

په مصر هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

په مصر هېوا کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفارت، د یوه موجود پروتوکول پر بنسټ ۲۰۱۶ـ۲۰۱۷ کال لپاره د ۸ سېټو بورسونو خبر ورکړی، چې له دې جملې یې ۴ سېټه د لیسانس او ۴ سېټه د دوکتورا لپاره ځانګړي شوي دي. په شرایطو وړ کسان کولای شي چې د ۱۳۹۵ کال د زمري میاشتې له ۱۳ نېټې څخه مخکې د نوم لیکنې او اسنادو د بشپړولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت، فوق لیسانس امریت ته مراجعه وکړي. شرایط: ۱ـ د تګ او راتګ لګښت د محصل په غاړه دی ۲ـ محصل ته د بدل اعاشې او جېب خرڅ لپاره ۲۰ امریکایي ډالره په میاشتنۍ ورکول کېږي. ۳ـ محصل کولی شي چې د زده کړې په بهیر کې د لیلیې له اسانتیاوو ګټه پورته کړي. د اړتیا وړ اسناد: ۱ـ د تابعیت پېژند پاڼه ۲ـ څلور قطعې انځورونه ۳ـ د ماسټرۍ لپاره د لیسانس دورې د نمرو ترانسکریپ او ډیپلوم ۴ـ د تېزس ( د ماسټرۍ دورې پایلیک) ژباړه چې په انګلیسي او یا عربي ژبه وي ۵ـ په پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د محصلانو لپاره د نوم لیکنې او اسنادو معادلې پیسې ورکول کېږي. د بورسونو د وېش عالي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ پورتني بورسونه په ازاد ډول اعلانېږي، او تېرو تجربو ته په پام د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره هغه نوماندانو منل، چې په مصر هېواد کې زده کړې نه وي کړي ډېر پېچلی دی؛ نو ځکه هغه نوماندان چې غواړي په مصر هېواد کې خپلې زده کړې ترسره کړي باید د مصر هېواد څخه فارغ وي