دلوړو زده کړو وزارت
28 سرطان 1395

د قزاقستان هېواد ماسټرۍ بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

قزاقستان اسلامي جمهوریت د دولتي چارو اکاډمۍ غړو هېوادونو ته د دولتي بورسونو په لړ کې افغانستان ته د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کال لپاره د دوه سیټه ماسټرۍ بورسونو د ورکړې خبر ورکوي. په دغو بورسونو کې د محصل لپاره د تحصیلي دورې، ویزې، تللو – راتللو ټکټ، لیلیه او میاشتنی معاش شامل دي. د نوماندۍ شرایط: هغه اسناد چې اکاډمۍ ماسټرۍ دورې لپاره اړین دي. • لوړو زده کړو ډیپلوم • لږ تر لږه دوه کاله دولتي کاري تجربه • د اکاډمۍ د رئیس په عنوان معیاري غوښتنلیک • د ډیپلوم تصدیق شوې کاپي • د پاسپورټ کاپي • کاري تجربه باید د اړوندې اداري بشري سرچینو څخه تصدیق شوي وي. • ۶ قطعې عکسونه ۳×۴. • د 86-y په بڼه روغتیايي تصدیق. • د اړوند دولتي ارګان د رئیس په لاسلیک رسمي معرفي پاڼه. ټول اسناد کمیسیون ته د تائیدۍ لپاره وړاندې کیږي او وروسته بیرته نوماندانو ته سپارل کیږي. آزموینه: 1. مرکه 2. پر روسي ژبه د پوهیدلو د کچې آزموینه. 3. د کمپیوټر آزموینه:  دولتي ادارو او ملکي خدماتو اساسات  اقتصاد اساسات  مدیریت اساسات هغه کسان چې د پورته تحصیلي دورو مینه وال وي، کولی شي خپل تحصیلي اسناد د ۱۳۹۵/زمري /۶ پورې د لوړو زده کړو وزارت بهرنیو اړیکو ریاست د فوق لیسانس زده کړو آمریت ته وسپاري