دلوړو زده کړو وزارت
22 سرطان 1395

د مصر بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د مصرجمهوري هېواد سفارت د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د ۶۰ سیټو بورسیو خبر ورکړی: ۱ـ الشریعه او قانون ۲ـ اصول دین ۳ـ الدعوه الاسلامیه په ازموینه کې د ګډون لپاره لازم اسناد: ۱ـ شهادتنامه/ ديپلوم او د نمرو ترانسکرپت چې له ۲۰۱۴ کاله څخه مخکې نه وي. ۲ـ پاسپورت، چې شهرت پکې له تحصیلي اسنادو سره سم ليکل شوی وي. ۳ـ د تابعیت تدکره. د یادو بورسیو کې لپاره آزموینه د جولای له ۱۶ تر ۱۸ پورې (تر درېو ورځو پورې) په عربي ژبه، قرآنکریم او هدایت کې د مصرد سفارت په انګړ کې اخستله کېږي. یادونه: څرنګه چې د مصر د سفارت لخوا د بورسیو مهالنی ضرب الاجل نیټه خورا محدوده ټاکل شوې، نوځکه ټول علاقمندان کولای شي چې د ازموینې د ورکولو په موخه یاد سفارت ته، له خپلو اسنادو سره یو ځای مراجعه وکړي