دلوړو زده کړو وزارت
05 سرطان 1395

د بنګلدیش هېواد ماسټري او دوکتورا تحصیلي بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

ټولو هغو مینه والو ته چې په بنګلدیش هېواد کې د زده کړو مینه وال وي خبر ورکول کیږي چې په ډاکه کې د اسلامي کنفرانس سازمان اړوند د ټکنالوژۍ اسلامي پوهنتون (IUT) د ۲۰۱۶/۲۰۱۷ کال لپاره د ماسـټرۍ او دوکتورا په کچه له ۱۵ څخه تر ۲۰ سیټو پورې د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکوي.

 د بورسونو شرایط:

-         کاندیدان باید په ریاضي، فزیک او کیمیا مضمونونو کې لوړې نومرې ولري.

-         د آزموینو په پایلو کې د (TOEFL/ IELTS) نومرو ته زیاته پاملرنه کیږي.

-         زده کړې په انګلیسي ژبه ترسره کیږي.

-         د لیسانس دورې د نومرو سلنه باید له ۶۵٪ څخه کمه نه وي.

د فوق لیسانس دورې  تحصیلي څانګې:

الف: دوکتورا

1-Mechanical   Engineering.

2- Electrical and Electronic   Engineering.

3-   Computer Science and   Engineering.

ب: دوکتورا

1-Mechanical   Engineering.

2- Electrical and Electronic Engineering.

3-Computer Science and  Engineering.

4- Civil Engineering and Software Engineering .

د شرایطو وړ کسانو څخه چې په یاد هیواد کې د زده کړو لیوالتیا لري، هیله کیږي چې د فورمو او نورو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره لاندې وب پاڼو ته مراجعه وکړي:

www.iutoic-dhaka.edu   و www.iutoic-dhaka.edu/admission

په شرایطو پوره کاندیدان کولی شي د پورته رشتو زده کړو لپاره د نوم لیکنې او اسنادو بشپړولو په موخه د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ میاشتې ۲۱ نېټې، چې د ۲۰۱۶ کال جولای میاشتې ۱۱ سره برابره ده د لوړو زده کړو وزارت بهرنیو چارو او فوق لیسانس بورسونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي. که چیرې د کاندیدانو شمېر له اختصاص ورکړل شویو سیټونو څخه زیات شي، کاندیدان د لوړو نومرو پر بنسټ به وټاکل شي