دلوړو زده کړو وزارت
23 حمل 1395

د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او تحصیلي بورسونو د تنظیم ریاست خبرتیا


په کابل کې د اندونیزیا هېواد سفارت د افغانستان په ګډون بهرنیو هېوادونو ځوانانو ته د لیسانس او ماسټرۍ په برخو کې د ۱۲۰ سیټه تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی.

نو له ټولو هغو مینه والو څخه چې د ماسټرۍ دورې لپاره په لاندې شرایطو برابر وي هیله کیږي چې WWW.Knb.dikti.go.id وب پاڼې ته مراجعه او په آنلاین ډول  نوم لیکنه وکړي.  

 

د ذکر شویو بورسونو لپاره لاندې اسناد او شرایط په نظر کې نیولي شوي:

الف: د نوم لیکنې طریقه:

1.                  له KNB ویب پاڼې څخه د سکالرشیپ دعوتنامې ډانلوډ

2.                   د توصیه نامې ترلاسه کولو لپاره اندونیزیا سفارت ته د دعوتنامې، پاسپورټ، سرټفکیټ او تحصیلي ټرانسکریپټ سپارل.

3.                   په WWW.Knb.dikti.go.id ویپاڼې له لارې په آنلاین ډول د غوښتنپاڼې بشپړول

4.         د محصلانو د انتخاب پایلې به په آنلاین ډول د سکالرشیپ پهKNB  ویب پاڼه او یا هم په رسمي ډول د اندونزیا سفارت له خوا اعلان شي.

ب: اړتیاوړ اسناد :

۱- داوطلبانو سن باید له ۳۵ کلنو څخه پورته نه وي او لومړیتوب د پوهنتونونو استادانو، دولتي کارکوونکو ته چې په افغانستان کې د ښه استعداد او رهبرۍ درلودونکي وي ورکول کیږي.

۲- د اندونیزیا سفارت سپارښتلیک یا توصیه نامه ولري.

۳-د افغانستان دولت سپارښتلیک

۴- دوه تحصیلي سپارښتلیکونه ( دوه توصیه نامې)
۵- پاسپورټ سکن( شخصي معلوماتو صفحه).
۶- د شهادتنامې او په انګلیسي ژبه د ښوونځي د نومراتو سکن.
۷-  د ماسټرۍ دورې لپاره سرټفکیټ، ټافل، ایلټس، او پر انګلیسي ژبې د تسلط نورو اسنادو سکن چې په وروستیو دوو کلونو کې ترلاسه شوی وي.
۸-  روغتیایي راپور سکن.

د یادونې وړ ده چې په آنلاین ډول د اسنادو د بشپړولو د پروسې وروستی تاریخ د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې لسمه نیټه ټاکل شوې ده .