دلوړو زده کړو وزارت
04 جوزا 1394
د لوړو زده کړو وزارت ویب پاڼې ته ښه راغلاست!

د لوړو زده کړو وزارت ویب پاڼې ته ښه راغلاست!

لوړو زده کړو وزارت د غوره او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او د لوړو زده کړو ملي ستراتژيک پلان سره سم خپلو موخو ته د رسیدو لپاره؛ عامه پوهاوي او په وخت سره اطلاع رسولو ته ژمن دی.
لوړو زده کړو وزارت همدارنګه تاسو ته د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو، کاري پروګرامونو، کانکور آزموینو پایلو، بورسونو، په لوړو زده کړو وزارت او تحصیلي بنسټونو کې د کارموندنې په اړه معلومات وړاندې کوي او په دې برخه کې ستاسو پوښتنو ته ځواب وایي.
لوړو زده کړو وزارت موخه په هېواد کې د متوازن او لوړ کیفیت لرونکي دولتي او خصوصي لوړو زده کړو سیستم رامنځ ته کول دي، چې د افغانستان په اړه مهمو اړتیاو ته ځواب ویونکی وي، وګړنیزې سوکالۍ او د چارو د ښه والي سبب وګرځي، اسلامي او ملي ارزښتونو سره سمون ولري، په پرمختللي پوهې، سالمې روزنې، د وطندوستۍ په حس او مسلکي لوړو مدیریت باندې سمبال او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ځانګړي ځای او اعتبار خاوند وي.
د لوړو زده کړو وزارت د چارو د لا سمون په موخه خپل وړاندیزونه او ګټور نظریات په دغه بریښنالیک info@mohe.gov.af راولیږئ او له موږ سره همکاري وکړئ.
د افغانستان د ځوان نسل د علمي پرمختګ او وړتیا په هیله
په درنښت
لوړو زده کړو وزیره
پوهنوال دوکتور فریده مومند