دلوړو زده کړو وزارت

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د تاریخ په هنداره کې

د لوی څښتن تعالی په نامه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د تاریخ په هنداره کې افغانستان له پیړیو راهیسې د علم او پوهې ځانګو ګڼل کیږي او د دې زمکې اوسیدونکو هر وخت د علم او پوهې ترلاسه کولو او انسانانو ته د خدمت په لاره کې نه ستړې کیدونکې هڅې ترسره کړي دي. ابو علي ابن سینا بلخي، مولانا جلا الدین بلخي، ابو ریحان البیروني خوشحال خان خټک، رحمان بابا، او په لسګونو نور ستر مفکرین، پوهان، عالمان او شاعران چې نن ورځ یې ټوله نړۍ په خدمتونو نازیږي او ګټور علمي آثار یې دنیا ته وړاندې کړي، د دغې خاورې پورې اړه لري. د وخت په تیریدو او په اروپا کې د علم د ودې په موخه، د صنعتي او فکري انقلاب څخه په الهام، د علم ډګر ته د ټکنالوژۍ په راتګ سره، دا اړتیا ولیدل شوه چې دغه ملت باید له مخکې څخه لا زیات د علم او زده کړو په ګاڼه ښایسته شي او د نړۍ له علمي کاروان سره اوږه په اوږه روان شي. له هغه ځایه چې لوړې زده کړې د ټولنې حیاتي غوښتنه ګڼل کیږي او پرته د دغې برخې له پیاوړتیا څخه، موخو ته رسیدل او د ګرانو هېوادوالو د آرمانونو پوره کول امکان نلري؛ نو له دې امله د وخت له غوښتنو سره سم دولت دغې غوښتنې ته پاملرنه وکړه او په ۱۳۱۱ هجري لمریز کال د لړم په لومړۍ نیټه د ترکیې دوست هېواد د متخصصینو په همکارۍ د کابل په ښار کې د طب پوهنځي تاسیس کړ او په هېواد کې یې د لوړو زده کړو د بنسټ ډبره کېښوده. دغه کوچني بنسټ د وخت په تیریدو سره د افغانستان د بشري ځواک پر پراختیا سره د طب په برخه کې په تدریجي ډول سره ډیر علمي خدمتونه ترسره کړل. وروسته له طب پوهنځي څخه د هېواد د لوړو زده کړو په میدان کې د حقوقو او سیاسي علومو، ساینس، ادبیاتو او ټولنیزو علومو پوهنځی رامنځ ته چې له امله یې د لوړو زده کړو لمن پراخه او په پای کې د دغو تحصیلي خدمتونو د انسجام په موخه د حکومت له خوا یو بل ګټور ګام پورته شو او په ۱۳۲۵ کال کې یې د کابل پوهنتون تاسیس کړ.

ادامه