د ابراهيم النخعي رحمه الله جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره د فاضلانو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.

nasir_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۴:۱۶
15521023410258847


د کندهار د ابراهیم النخعي جامعې ریاست د افتاء او قضاء څانګې لپاره له ۱۸۰ فاضلانو آزموینه واخیسته، چې له یادو فاضلانو به ٦٠ تنه جذب شي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یادې جامعې رئېس قاضي عبدالصادق غزنوي راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ټولو راغلیو فاضلانو ته، په آزموینه کې، د بریالي توب هیله وکړه او په شفافیت سره د آزموینې د ترسره کېدو ډاډ یې ورکړ.
د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو په وینا، د افتاء او قضاء تخصصات دوه کاله لوستل کېږي او هغه کسان پکې د شاملېدو حق لري چې له عالمیې مرحلې فارغ وي.
د یادونې وړ ده چې په تحریري ازموینه کې له بریالیو کسانو به تقریري ازموینه هم اخیستل کېږي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۵هـ.ق د شوال ۱۵مه
۱۴۰۳هـ.ش د ثور ۵مه
۲۰۲۴م د اپریل

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۳:۵۶
Background image

رسنیز بلنلیک!


ټاکل شوې سبا سه شنبه ۱۴۴۵/۱۰/۲۱ ه.ق  چې د ۱۴۰۳/۰۲/۱۱ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو څخه د ۵۵۰ تنه مسلکي انجنیرانو د فراغت مراسم د افغانستان اسلامي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۳:۳۲
Background image

په کابل پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی له لوري د لس عنوانه نویو چاپ شویو علمي او کتابتوني کتابونو مخکتنه وشوه. 


د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګې له لوري د دغې څانګې استاد پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون لس عنوانه کتابونه، چې یو شمېر یې نوموړي د ماسټري او دوکتورا برنامو د تدریس په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۵۵
Background image

په پام کې ده چې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادانو او محصلینو اسانه لاسرسي په موخه، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د افغان بېسیم شرکت رسمي نماینده ګۍ جوړې شي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه شرکت له استازو سره په کتنه کې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د نماینده ګیو له جوړېدو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۲۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۱۵۰۰ تنه محصلینو د «تعلیم الاسلام کتاب» سیالۍ کې ګډون وکړ . 


یاده سیالي چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت جوړه شوې وه، د پرانیستې په مراسمو کې د یاد پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د محصلینو د تخصصي زده کړو. . .

BACK TO NEWS