د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
کابل پوهنتون دویم او درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د ټولنیزو علومو پوهنځی؛
• افغانستان معاصر تاریخ ډیپارټمنټ (۱) بست. دویم ځل .
د انجنیري پوهنځی؛
• میخانیک انجنیري ډیپارټمنټ (۳) بسته. دویم ځل .
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
• د نرم افزار انجنیري ډیپارټمنټ (۱) بست. درېیم ځل .
داوطلبان کولای شي، چې د ۸/۲/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر۱۸/۲/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.