دلوړو زده کړو وزارت
29 قوس 1395
-
په تحصیلي بنسټونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ سایبري امنیت په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ دولسم کنفرانس، په لوړو زده کړو وزارت کې جوړ شو

په تحصیلي بنسټونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ سایبري امنیت په موخه د معلوماتي ټکنالوژۍ دولسم کنفرانس، په لوړو زده کړو وزارت کې جوړ شو

په دغه کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي، په کابل کې د آلمان سفیر، د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال او ګڼ شمېر استادانو او محصلانو په ګډون جوړ شوی و، په پیل کې د لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال ډاکټر فریدې مومند په تحصیلي بنسټونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر ارزښت خبرې وکړې وویل د هېواد په کچه د رسمي اړیکو خوندیتوب، په لوړو زده کړو کې د معلوماتي او مدیریتي ټکنالوژۍ سیستم تطبیق چې مواد په ډیجټلي ډول ذخیره کوي او د معلوماتي ټکنالوژۍ نورو اړوندو مواردو ته د لاسرسي لپاره د سایبر نړۍ په برخه کې جدي تدابیرو او مراقبت ته اړتیا لیدل کیږي. نوموړې لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو په تطبیق کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، برلین تخنیکي پوهنتون او د آلمان هېواد DAAD دفتر له همکاریو څخه په مننې وویل؛ لوړو زده کړو وزارت په خپل دویم ملي ستراتیژیک پلان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د زیربناو رامنځ ته کول او هغوي ته پراختیا ورکول په خپل لومړیتوبونو کې نیولي دي. د لوړو زده کړو وزیرې په وینا په پوهنتونونو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکزونو پراختیا، د شبکې د لیږد- رالیږد د شبکې د ترافیک سیمه ییز کول، د AFGREN شبکې پیاوړتیا او پراختیا او همدارنګه په معیاري ډول د شبکو جوړښت او رامنځ ته کول او نور پروګرامونه د دغه وزارت له کاري برنامو څخه ګڼل کیږي. وروسته د هېواد د لومړۍ میرمنې (رولا غني) ویډویوي پیغام نشر شو چې په کې د کنفرانس په جوړولو کې د لوړو زده کړو وزارت او نورو مرسته کوونکو څخه د مننې ترڅنګ د معلوماتي ټکنالوژۍ پر امنیت او ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړې وویل معلوماتي ټکنالوژي نن ورځ د نړۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي، د ټکنالوژۍ په برخه کې د معلوماتو ترلاسه کول او پوهې لوړول د انسان اړینه اړتیا ګنل کیږي. لومړنۍ میرمنې زیاته کړه دا چې موږ نن ورځ په هېواد کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې متخصصین لرو یو ښه امتیاز دی او زموږ ځوانان باید له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او د ټکنالوژۍ سره ځانونه آشنایان کړي. نوموړې همدارنګه له هغو ځوانانو څخه چې په جرمني هېواد کې د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د زده کړو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي او خپلو خلکو ته خدمت کوي، مننه وکړه. ورپسې په کابل کې د آلمان هېواد سفیر د معلوماتي ټکنالوژۍ د غوښتنو، ننګونو او ګټو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده کړو په برخه کې یې د هغې د اغیزمنتوب په اړه معلومات ورکړل. نوموړي همدارنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال ایمل مرجان هم د کنفرانس د جوړولو له امله د لوړو زده کړو وزارت څخه مننه وکړه، د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د سایبري امنیت په اړه یې معلومات ورکړل او د ورته کنفرانسونو په لار اچول یې ګټور وبلل. وروسته د برلین تخنیکي پوهنتون رئیس ډاکټر محمد نذیر پیروز هم خبرې وکړې وویل له ۲۰۰۲ کال راهیسې معلوماتي ټکنالوژۍ په یو چټک پرمختګ سره افغانستان ته راغله او نن ورځ په ټولو پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو کې له یادې ټکنالوژۍ او انټرنیت څخه کار اخیستل کیږي. خو له هغه ځایه چې ځینې نرم افزارونه حک کیږي او ځینې یې د سایبري جګړې لامل هم کیږي؛ نو د دې ټکنالوژۍ د مدیریت لپاره متخصصو اشخاصو ته اړتیا ده څو افغانستان هم د حک کولو څخه د خلاصون توان ترلاسه کړي، چې د یوې ملي پالیسۍ په توګه باید دې برخې ته پاملرنه وشي. په دغه کنفرانس کې همدارنګه څو تنو استادانو د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې خپل پریزینټیشنونه وړاندې کړل. د کنفرانس په پاي کې ګډونوالو د هغه نندارتون څخه چې په هغه کې د پوهنتونونو د آی ټي برخې محصلانو خپلې پروژې نندارې ته وړاندې کړې وې لیدنه وکړه او هغوي یې وستایل. دغه کنفرانس درې ورځې دوام کوي چې په ترڅ کې به یې ګډونوال برسیره پر ګروپي کارونو خپل نظریات له یو بل سره تبادله کړي او خپلې طرحې او وړاندیزونه به د لوړو زده کړو په برخه کې د سایبري امنیت پر تړاو وړاندې کړي او بحث به پرې وکړي. دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي چې په دې وروستیو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ پوهنځیو ۲۵ تنه استادان په برلین تخنیکي پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې له پای ته رسیدو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي او په پوهنتونونو کې په تدریس بوخت دي