دلوړو زده کړو وزارت
09 سلواغی 1395

د اندونیزیا بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

په کابل کې د اندونیزیا سفارت د ۲۰۱۷- ۲۰۱۸ کال لپاره د اندونیزیايي ژبې او هنر په اړه د (دارماسیسوا) یو کلن پروګرام لپاره افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. د دغه پروګرام له لارې به په هغه هېواد کې یادو ځوانانو ته د لیسانس او ماسټرۍ په برخو کې د تحصیلي بورسونو زمینه هم برابره شي. شرایط: ۱ - کاندید باید د افغانستان تابعیت ولري او د تذکرې یا پاسپورټ له مخې یې عمر باید د ۱۷ او ۳۰ کلو تر منځ وي. ۲ - کاندید باید له دولسم ټولګي نه فارغ وي. ۳ - کاندید باید مجرد وي. ۴ - روغتیایي راپور ولري. ۵ - د نومرو سلنه یي له ۸۰ څخه کمه نه وي. ۶ - غوښتن پاڼه یې ډکه کړې وي. ۷ - په انګلیسي ژبه خلص سوانح ولري. په دغه پروګرام کې تحصیلي فیس، درسي کتابونو لګښت، داخلي ټرانسپورټ، روغتیایي خدمات او جیب خرچ د هغه هېواد په غاړه دی او د اوسیدلو د ځای او تلو راتلو د ټکټ لګښت به د محصل پر غاړه وي. د دغه پروګرام کاندید تحصیلي څانګه، د تحصیل ځای او تحصیلي مضمون کولی شي له لاندې ویب پاڼې څخه انتخاب کړي. مینه وال کولی شي د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره لاندې ویب پاڼو او بریښنالیک ته مراجعه وکړي او په انلاین ډول نوم لیکنه وکړه: http://darmasiswa.kemdikbud.go.id/ http://apply.darmasiswa.kemdikbud.go.id/ darmasiswa@kemdikbud.go.id اړین اسناد: 1. په انګلیسي ژبه د شهادتنامې او مکتب نومرو درلودل چې د بهرینو چارو وزارت له خوا تائید شوي وي. 2. تابعیت تذکره 3. پاسپورټ 4. درسي پلان(Study plan ) 5. غوښتنلیک(Recommendation letter ) 6. انګلیسي ژبې سند (English certificate ) 7. نور اسناد (Other Certificate ) ټولو په شرایط پوره هغو مینه والو ته خبر ورکول کیږي، چې د پورته شرایطو سره سم په اندونیزیا کې د زده کړو غوښتونکي وي، د۱۳۹۵/۱۱/۲۱ نیټې څخه چې ۲۰۱۷ فبروري له ۹ سره برابره ده، په انلاین ډول د نوم لیکنې وروسته د نورو فورمو د ډکولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي او هغه فورمې چې په انلاین ډول یې ډکې کړي، یوه کاپي دې دغه ریاست ته هم وسپاري.