دلوړو زده کړو وزارت
06 میزان 1395

د هندوستان هېواد لیسانس بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د دولسمو ټولګیو هغو فارغانو ته چې د 1394-1395 کال په کانکور آزموینه کې یې لوړې نومرې ترلاسه کړي وي او نومونه یې په ۱۳۰۰ نفري لست کې چې د لوړو زده کړو وزارت ویب پاڼې له لارې اعلان شوی موجود وي، خبر ورکول کیږي، که چیرې په هند هېواد کې د لیسانس زده کړو مینه وال وي کولی شي د ۱۳۹۵ تلې میاشتې تر ۱۰ نیټې پورې یادو بورسونو ته د نوم لیکنې لپاره د لوړو زده کړو وزارت بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي. دغه بورسونو آزاد نه دي او یوازې د هغو کسانو لپاره دي چې نومونه یې په ذکر شوي لست کې موجود وي. اړین اسناد:  تابعیت تذکرې درلودل  د ښوونځي دورې درې کلنې نومرو او شهادتنامې درلودل  د بورس ورکوونکې مرجعې د فورم بشپړول  د تحصیل د دوام لپاره ژمنلیک وړاندې کول  دوه قطعې تضمین خط وړاندې کول د یادولو وړ ده چې په دغو بورسونو کې د طب او فارمسي نه پرته نورې څانګې شاملې دي. باید وویل شي د کاندیدانو منل او نه منل د بورس ورکوونکي هېواد (هندوستان) پورې اړه لري، مینه وال دې خبر وي



برای دریافت لیست کاندیدان این لینک ذیل کلیک کنید