دلوړو زده کړو وزارت
04 اسد 1395

د مصر هېواد د لیسانس دورې بورسونو په اړوند د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د مصر هېواد د قاهرې پوهنتون د لیسانس دورې لپاره د دولسم ټولګیو د فارغانو لپاره د ۴ سېټو بورسونو خبر ورکړی. د بورسونو شرایط: ۱ـ له ښوونځي څخه یې د فراغت کال ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ وي. ۲ـ د ښوونځي د ثانوي دورې د نومرو سلنه (فیصدي ) یې باید له ۸۰ څخه کمې نه وي. ۳ـ د تګ او راتګ لګښت د محصل په غاړه دی. ۴ـ د بدل اعاشې او جېب خرڅ لپاره په میاشتې کې ۲۰ امریکایي ډالر محصل ته ورکول کېږي. ۵ـ محصل ته د زده کړې په بهیر کې د لیلیې اسانتیاوې چمتو کېږي. د اړتیا وړ اسناد: ۱ـ اصلي شهادت پاڼه ( شهادت نامه) او د ثانوي دورې د درې کلنو نومرو ترانسکریپ په انګلیسي ژبه. ۲ـ د تابعیت تذکره. ۳ـ د پاسپورټ کاپي(عادي او یا تحصیلي) ۴ـ څلور قطعې انځورونه(عکسونه) هغه کسان چې شرایط یې بشپړ کړي وي، کولی شي ژرتر ژره د ۱۵/۵/۱۳۹۵ نېټې پورې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بورسونو ریاست کې نوم لیکنه وکړي، او خپل اسناد نوموړي ریاست ته وسپاري. څرنګه چې د مصر هېواد د بورسونو شمېر ۴ دی؛ نو ځکه هغه نوماندان چې د درې کلنو نومرو فېصدي یې لوړه وي، ټاکل کېږي