دلوړو زده کړو وزارت
28 سرطان 1395

د تاجکستان هېواد لیسانس بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د تاجکستان جمهوري هېواد افغان ځوانانو ته د لیسانس په برخه کې د ۵۰ سیټه تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. دغه بورسونه په آزاد ډول د ۱۳۹۳- ۱۳۹۴ کال دولسمو ټولګیو فارغانو لپاره چې د نومرو سلنه یې ۸۰ وي، په نظر کې نیول شوي دي. تحصیلي څانګې: د صدرالدین عیني په نامه د تاجکستان ښوونکو پوهنتون (دوشنبې ښار): - بیولوژي څانګه ایکولوژي ۱ سیټ - ټکنالوژي څانګه ۱ سیټ - میلمه پالنه او سیاحت څانګه ۱ سیټ - ژبې او ادبیاتو څانګه روسې ژبه ۱ سیټ - تاریخ څانګه ۱ سیټ تاجکستان ملي پوهنتون (دوشنبې ښار): - ټولنپوهنې څانګه ۱ سیټ - ورځپاڼه لیکني څانګه ۱ سیټ - ځمکپوهنې څانګه (جیولوژي) د نفت او ګازو څیړنه ۱ سیټ - اطلاعاتي نظام ټکنالوژي څانګه ۱ سیټ د ساتیم الوغ زاده په نوم د تاجکي ژبو دولتي پوهنتون (دوشنبې ښار): - د تاجکي ژبې او ادبیاتو څانګه ۱ سیټ - د روسي ژبې لومړنیو زده کړو څانګه ۱ سیټ د قرغان تیپه دولتي پوهنتون (قرغان تیپه ښار): - معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه ۱ سیټ - کیمیا، بیولوژي څانګه ۱ سیټ خاروغ دولتي پوهنتون دولتي پوهنتون (خاروغ ښار): - روسي ژبې څانګه ۱ سیټ - فزیک څانګه ۱ سیټ - هایدروتخنیکي تاسیساتو رامنځ ته کولو څانګه ۱ سیټ د ابو عبدالله رودکي په نامه د کولاب پوهنتون (کولاب ښار): - د لومړنیو زده کړو میتود او پیداګوژي څانګه ۱ سیټ - ورځپاڼه لیکنې څانګه ۱ سیټ د نغرې پوهنتون (د نغرې ښار): - د اومه غذایي موادو کارولو او ساتلو د ټکنالوژۍ څانګه ۱ سیټ - انګلیسي ژبې څانګه ۱ سیټ - اګرانومي څانګه ۱ سیټ د اکاډمیسن محمد عاصمي په نامه د تاجکستان تخنیکي پوهنتون (دوشنبې ښار) : - د اړیکو د شبکې او اطلاعاتو د تقسیم څانګه ۱ سیټ - د ښاري او صنعتي ودانیو څانګه ۱ سیټ - د اور ګاډې پټلۍ جوړولو او ساتلو څانګه ۱سیټ - د هوا پاکوالي او ګازو سیسټم د تامین څانګه ۱سیټ د تاجکستان ټکنالوژۍ پوهنتون (دوشنبې ښار): - د اومه خوراکي موادو کارونې او ساتلو د ټکنالوژۍ څانګه ۱ سیټ - د تولیداتو د ټکنالوژۍ او طرحریزۍ څانګه ۱سیټ - د څارویو د اومه محصولاتو د کارونې او ساتلو د ټکنالوژۍ څانګه ۱سیټ د ابو علي ابن سینا په نامه د تاجکستان طبي پوهنتون (دوشنبې ښار): - معالجوي طب څانګه ۱ سیټ - اپیډیمولوژي څانګه ۱سیټ - د ماشومانو طب ۱سیټ شیرین شاه، شاه تیمور د تاجکستان کرهنیز پوهنتون (دوشنبې ښار): - اګرانومي څانګه ۱سیټ - زوتخنیک ( څارویو روزنې) څانګه ۱سیټ - د باغونو او استراحت ځایونو د رامنځ ته کولو څانګه ۱سیټ - ویترنرۍ څانګه ۱سیټ د مرزا تورسن زاده په نامه تاجکستان صنعتي پوهنتون (دوشنبې ښار): - کلتور پیژندنې څانګه ۱سیټ - د موسیقۍ هنر څانګه ۱سیټ - کتاب او کتابتون پیژندنې څانګه ۱سیټ د تاجکستان د انځوریز صنعت او ډیزاین دولتي پوهنتون (دوشنبې ښار): - د منظره کشۍ (مصورۍ) څانګه ۱سیټ - بافندګي څانګه ۱سیټ - کمپیوټري ګرافیک او وب ډیزاینګ څانګه ۱سیټ تاجکستان میتالوژي پوهنتون (خجند ښار): - د رنګه فلزاتو متالوژي څانګه ۱سیټ - د ځمکې لاندې او ساختماني موادو څانګه ۱سیټ د تاجکستان انرژۍ پوهنځی (قرغان تیپه ښار): - د بریښنا کوټونو څانګه ۱سیټ - د بريښنا تامینولو څانګه ۱سیټ تاجکستان بدنې روزنې پوهنځي (دوشنبې ښار): - بدنې روزنې څانګه ۱سیټ - سیاحتي ورزشي فعالیت څانګه ۱سیټ د بورسونو شرایط: د نوماندانو له موافقې وروسته هغوی نه شي کولی له یوې څانګې څخه بلې ته تبدیلي وکړي. تاجکستان ته د مواصلت په صورت کې نوماندان باید خپل تحصیلي اسناد د تاجکستان پوهنې او علم وزارت اړونده اداره کې معادل سازي کې چې ۲۰۰ امریکایي ډالره لګښت لري او دا به د محصل په غاړه وي. تاجکستان ته د مواصلت په صورت کې نوماندان باید په ۷۲ ساعتونو کې خپله ویزه د پولیسو په اداره کې ثبت کړي چې ۵۰ امریکایي ډالره لګښت لري او دا به هم د محصل له خوا ورکول کیږي. تاجکستان ته د رسیدو او پوهنتون کې د شمولیت نه وروسته، محصل باید د ویزې د تمدید لپاره اقدام وکړي، د شپږو یا یو کال لپاره د ویزې تمدید ۱۳۰ امریکایي ډالره لګښت لري چې لګښت یې د محصل په غاړه دی. محصلان د پوهنتونونو په لیلیو کې د اوسیدو په موخه باید د میاشتې ۱۰ امریکايي ډالره ورکړي. د ډوډۍ لګښت د محصل په غاړه دی. د یادونې وړ ده چې په دغو بورسونو کې یوازې د پوهنتون کلنی فیس وړیا دی او ۹۰٪ سلنه لګښتونه د محصل په غاړه دي. هغه مینه وال چې غواړي د پورته شرایطو په نظر کې نیولو سره په یادو بورسونو کې ځانونه کاندیدان کړي د نوم لیکنې په موخه دې د ۱۳۹۵ زمري۲۰ ، ۱۰اګست۲۰۱۶ نیټې پورې په لوړو زده کړو وزارت کې د بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي، که چیرې د مینه والو شمېر زیات شي کاندیدان به د ښوونځي دورې لوړو نومرو پر بنسټ وټاکل شي