دلوړو زده کړو وزارت
11 جوزا 1395

د مصر هېواد تحصیلي بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د اسلامي همکاریو په سازمان کې د مصر هېواد دایمي استازی، غړو هېوادونو ته چې افغانستان هم په کې شامل دی د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کال لپاره دولسمو ټولګیو فارغانو ته د طبیعي او ټولنیزو علومو په برخه کې، د لیسانس ۱۰ سیټه تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکوي.

شرایط:

۱ – کاندید باید مخکې د مصر او یا بل کوم خارجي هېواد بورس ته نوي کاندید شوی.

۲ – محصل کولی یو ځلي له یوې څانګې څخه بلې څانګې ته ځان تبدیل کړي.

۳ – له یو پوهنتون څخه بل پوهنتون ته تبدیلي نه کیږي.

۴ – د بورس ورکوونکې مرجعې له امنیتي موافقې وروسته کاندید ته ویزه ورکول کیږي.

۵ – محصل که چیرې انصراف وکړي په راتلونکې کې ورته هیڅ ډول بورس نه ورکول کیږي.

۶ – د کاندید ټول (تعلیمي او تحصیلي ) اسناد باید په اړوند هېواد کې د مصر سفارت له خوا تائید شوي وي.

۷ – که چیرې محصل دوه ځله ناکام شي له نوموړي بورس څخه منفک کیږي.

۸ – محصل ته پرته د درس ویلو څخه د بل کار اجازه نه ورکول کیږي.

اړوند ضروري اسناد:

·        شپږ قطعې عکسونه

·        پاسپورټ کاپي

·        روغتیایي معاینات

·        شهادتنامه او د ښوونځي دورې درې کلنې نومرې

·        د تابعیت تذکرې درلودل

بناً: هغه ځوانان، چې د پورته شرایطو درلودونکي دي او لیوالتیا لري، کولی شي ۱۳۹۵/۳/۲۵ ، ۲۰۱۶/جون/۱۴ نیټې پورې د نوم لیکنې لپاره په لوړو زده کړو وزارت کې د تحصیلي بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړه ده که چېرې د مینه والو شمېر زیات شي، په شرایطو پوره کاندیدان به د ښوونځي دورې درې کلنو نومر پر بنسټ انتخاب شي.