دلوړو زده کړو وزارت
11 میزان 1396

برونای دارالسلام پوهنتون ماسټرۍ بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت بورسونو ریاست خبرتیا

په عمان کې د برونای سفارت په ۲۰۱۸-۲۰۱۹ کال لپاره د دارالسلام پوهنتون د ماسټرۍ بورسونو په اړه خبر ورکړی، د یادو بورسونو مصرف د محصل په غاړه دی. په شرایطو پوره کسان کولی شي په انلاین ډول د لاندې ویب پاڼې له لارې په نوموړي پوهنتون کې د ۲۰۱۸ مارچ ۳۱ نیټې پورې نوم لیکنه وکړي (http://apply.ubd.edu.bn/orbeon/uis-welcom) د لا ډیرو معلوماتو لپاره لاندې بريښنالیک او ټیلفون شمېرې سره اړیکه ونیسئ. بریښنالیک: Mahani.hamdan@ubd.edu.bm ټیلفون : ۶۷۳۲۴۶۰۹۲۲+