دلوړو زده کړو وزارت
04 میزان 1396

د ایران هېواد ماسټرۍ او دوکتور بورسونو نوماندانو ته خبرتیا

د ایران هېواد د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو هغو نوماندانو ته چې مخکې د هغه هېواد له خوا د مصاحبو اخیستلو وروسته قبول شوي وو، خبر ورکول کیږي چې په لست کې د نوم په لیدو سره دې په کابل، مزارشریف او یا هرات ولایتونو کې د ویزو اخیستلو لپاره د ایران هېواد قونسلګریو ته ورشي، خپل تحصیلي اسناد (ډیپلوم، ټرانسکرپټ) دې له ځانه سره ولري او ایران ته په رسیدو سره دې د محصلانو سازمان ته د پوهنتون او ځای د نوم ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي. د سازمان پته: تهران، فردوسي میدان انقلاب خیابان، شهید موسی خیابان اسکان هوټل جنوب محصلانو چارو سازمان لومړی پوړ غیر ایراني محصلانو اداره
د کاندیدانو لیست