دلوړو زده کړو وزارت
29 سنبله 1396

د مکزیک هېواد ماسټرۍ او دوکتور بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

په ایران کې د مکزیک هېواد سفارت د ۲۰۱۸ کال لپاره د ماسټر ۍ او دوکتورا برخو کې افغانستان ته د دوه سیټه تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. شرایط او اړین اسناد: ۱ – ډیپلوم او ټرانسکرپټ چې د نومره منځنۍ سلنه یې له ۸۰ ٪ څخه کمه نه وي. ۲ – د سایټ څخه د نوم لیکنې فورم ډاونلوډول، دوه بشپړې شوې کاپیانې له عکسونو سره. ۳ – په مکسیکو کې د زده کړو لېوالتیا دلایل په دوه مخونو کې په Arial 12 فونټ ټایپ کول. ۴ - په Arial 12 فونټ CV جوړول چې له ۳ مخونو څخه کمه نه وي. ۵ – ضمانت خط سپارل چې محصل به له زده کړو وروسته بیرته خپل هېواد ته د خدمت لپاره راستنیږي. ۶ – روغتیایي او زیږیدنې په اړه د یو دولتي روغتون څخه تصدیق چمتو کول. ۷ – څلور قطعې پاسپورټ سایز عکسونه. ۸ – په هسپانوي ژبه د اسنادو ژباړل او یوه یوه کاپي. مینوال کولی شي د نوم لیکنې لپاره http://www.gob.mx/…/aciones-y-…/becas-para-extranjeros-29785 , https://goo.gl/gxEFGe ویب پاڼې ته مراجعه وکړي او په انلاین ډول د نوم لیکنې وروسته د اپلکیشن فورم او پورته ذکر شوي اسنادو کاپیانې د ۱۳۹۶ تلې میاشتې ۳ نیټې څخه د مخه د لوړو زده وزارت بورسونو ریاست ته وسپاري.