دلوړو زده کړو وزارت
28 سنبله 1396

جنوبي کوریا تحصیلي بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د جنوبي کوریا ایهوا د ښځو پوهنتون، ښځو ته د لیسانس په برخه کې د بورسونو د ورکړې خبر ورکړی او یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت مقام له لارښوونې سره سم د دولسمو ټولګیو فارغانو ته اعلانیږي. په شرایطو پوره مینه وال کولی شي لاندې ویب پاڼې ته مراجعه وکړي او د بورس د شرایطو سره سم په آنلاین ډول د ۲۹/۹/۲۰۱۷ نیټې څخه مخکې یادو بورسونو ته نوم لیکنه وکړي او د خپلو اسنادو یوه کاپي د لوړو زده کړو وزارت بورسونو ریاست ته وسپاري. http://ipsi1.uwayapply.com/foreign/ewha/?CHA=1 د یادولو وړ ده چې د نوماندانو پذیرش او نه پذیرش د پوهنتون ادارې له ظرفیت، تصمیم او قابلیت پورې اړه لري