دلوړو زده کړو وزارت
20 سنبله 1396

دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د ماسټرۍ دورې د ازموینی لپاره د نوم لیکنی خبرتیا

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون د ۱۳۹۶ـ ۱۳۹۸ کلونو لپاره ۲۰ تنه محصلان په لاندې څانګو کې د ماسټرۍ دورې لپاره جذبوي. یاد محصلان وروسته هندوستان هېواد ته لیږل کیږي چې د تدریس ټولې چارې او تیزس لیکنه او دفاع به یې د هغه هېواد په IARI پوهنتون کې ترسره شي او یوازې څیړنیزې چارې به د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې ترسره کوي. نباتي علوم پوهنځی: اګرانومي څانګه د ازموینې اخېستلو شرطونه: ۱ـ هغه محصلان چې د ازادې سیالۍ له لارې په نوموړې پروسه کې ګډون کوي، باید لومړی د پوهنتون ریاست ته خپله عریضه وړاندې کړي. ۲ـ په اړوندو څانګو کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوی دیپلوم او د نومرو ترانسکریپټ ولري. ۳ـ د لېسانس دورې د نومرو منځنۍ سلنه یې له ۶۵ څخه کمه نه وي. ۴ـ داخل خدمت کارکونکې باید د مسلک په لحاظ برابر اشخاص وي. ۵ـ هغه اشخاص چې د یوې رسمي ادارې څخه معرفي کېږي؛ د نوموړې ادارې رسمي مکتوب ولري. ۶ـ د نوماند عمر باید د ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي( د لوړو زده کړو موسسو د علمي کادر اوسني غړي له دې برخې څخه مستثنی دي) ۷ـ نوماند باید د خپلې رشتې د ازموینې تر څنګ د انګلیسي ژبې ازموینه هم ورکړي. ۸ـ که چیرې نوماند د رسمي ارګان کارکوونکی وي د اړوندې ادارې هوکړه باید له ځانه سره ولري. ۹ـ هر محصل باید د لوړو زده کړو وزارت د ماسټرۍ د لایحې مطابق فیس ورکړي. ۱۰ـ هر نوماند باید د ازادې سیالۍ له طریقه په ازموینه کې ګډون وکړي او په خپله اړونده رشته کې باید ۳ کاله کاري تجربه ولري. ۱۱ـ ټول اسناد باید له ټاکلې نېټې څخه لږ تر لږه یوه اوونۍ مخکې اړوند پوهنځي ته وسپاري. اړین اسناد: • د نومرو اصلي ترانسکریپټ • اصلي ډیپلوم • اصلي تذکره یادونه: هغه نوماندان چې غواړي په ازموینه کې ګډون وکړي باید د ۱۳۹۶ کال د وږې تر ۳۰ نېتې مخکې خپل اسناد د د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون او یا لوړو زده کړو وزارت ته وسپاري.
برای دریافت فورم لینک ذیل را کلیک کنید