دلوړو زده کړو وزارت
16 اسد 1396

د دوکتورا او فوق دوکتورا په اړه، په بهر کې د اړیکو ریاست او فوق لیسانس بورسونو د ریاست خبرتیا

په افغانستان کې د سویس د پراختیایي او همکاریو ادارې د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادنو لپاره د ازداو تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی. پدې بورسونو کې لاندې پروګرامونه شامل دي. ۱ـ دوکتورا دورې تحصیلي بورس(ph.D) 2_ مافوق دوکتورا تحصیلي دورې بورس(post Doctorate) ۳ـ څېړنیزې دورې تحصیلي بورس(Research) د 2017_ 2016 کال تحصیلي دورې واجد شرایط نوماندان کولی شي د لاندې پتې څخه د یوه برېښنالیک په استولو سره بشپړ مالومات تر لاسه کړي. Sayed.qasim@eda.admin.ch or kabul@eda.admin.ch د یادونې وړ ده چې د واجد شرایط نوماندانو بشپړ اسناد د روان 2017 کال د سپټمبر تر وروستیو پورې اخېستل کېږي او وروسته د ارزونې په موخه په اسلام اباد کې د سویتزرلند سفارت ته استول کېږي او یوازې ټاکل شوي نوماندان به د نورو پړاونو د بشپړېدو په موخه نېخ په نېغه د سویس سفارت لخوا خبر کړای شي. واجد شرایط نوماندان دې د۱۳۹۶ کال د وږې میاشتې تر ۱۵ پورې خپل اسناد او فورمونو ډک او د یاد بورس وړاندیز دې د فوق لیسانس بورسنو د تنظیم امریت په بهر کې د اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي. د نورو مالوماتو لپاره ضمیمې ته مراجعه وکړئ. د اپلکیشن فورم ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک کلیک کړئ
د اپلکیشن فورم ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک کلیک کړئ
د اپلکیشن فورم ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک کلیک کړئ
د اپلکیشن فورم ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک کلیک کړئ
د اپلکیشن فورم ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک کلیک کړئ
د اپلکیشن فورم ترلاسه کولو لپاره، لاندې لینک کلیک کړئ