دلوړو زده کړو وزارت
13 اسد 1396

خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ریاست خبرتیا

هغه داوطلبانو ته چې د کانکور آزموینو له لارې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په شرایطو پوره پیژندل شوي خبر ورکول کیږي، چې د ۱۳۹۶ زمري ۱۴ نیټې شنبې ورځې څخه د خپلې خوښې خصوصي پوهنتون او یا لوړو زده کړو موسسې ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي. د تخفیف او نورو شرایطو په اړه د اړوند تحصیلي بنسټ له خوا معلومات ورکول کیږي