دلوړو زده کړو وزارت
13 اسد 1396

لوړو زده کړو وزارت آزموینو عمومي ریاست خبرتیا

ټولو هغو داوطلبانو ته چې د روان کال کانکور آزموینو په پایلو کې یې ستونزې لرلې او په مرکز او ولایاتو کې یې د کانکور آزموینې د شکایاتو ځانګړي فورمونه ډک کړي، خبر ورکول کیږي؛ چې یاد فورمونه د ۱۳۹۶ زمري ۱۵ نیټې پورې په مرکز کې د لوړو زده کړو وزارت پذیرش دفتر او په ولایاتو کې اړوندو پوهنتونونو ته وسپاري، تر څو پر وخت سره د یادو داوطلبانو ستونزو ته لاس رسی وشي او پایلې یې ورته اعلان شي