دلوړو زده کړو وزارت
09 اسد 1396

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده موسسو ریاست خبرتیا

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې لیدل کیږي، چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو، خپل تدریسي سیستمونه په اوونۍ کې دوه یا درې ورځې تنظیم کړي دي.

په داسې حال کې، چې په ټولو پوهنتونونو کې د لیسانس زده کړو تدریسي سیستم په اوونۍ کې شپږ ورځې تنظیم شوی دی. نو هېڅ خصوصي پوهنتون او لوړو زده کړو موسسه نه شي کولی خپل تدریسي سیستم په اوونۍ کې دوه او یا درې ورځو کې، پلی کړي