دلوړو زده کړو وزارت
20 سرطان 1396

د ننگرهار پوهنتون د کاروبار اداری کمیونټي کالج پروګرام خبرتیا

د ننگرهار پوهنتون د کاروبار اداری کمیونتی کالج پروګرام (Business Administration Community College Program) چی د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID)  په مالی مرسته د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام (USWDP) له لارې او د امریکا د مساچوستس د پوهنتون (University of Massachusetts Amherst) په تخنیکي همکارۍ سره را منځته شوی دی٬ د لمړی دوری لپاره محصل منی.

 

په دی توگه ټول مینه وال کولای شی چې د نوم لیکنې فورمی  د ۱۳۹۶ لمریز هجری کال د چنګاښ (سرطان) میاشتې د ۲۴ نیټې څخه تر  د زمری (اسد) میاشتی ۵ مې نیټې پورې د  ننگرهار پوهنتون د کاروبار اداری کمیونتی کالج څخه ترلاسه کړي او د نوم لیکنې د فورمو د ډکولو څخه وروسته خپل ټول لازمي اسناد د ۱۳۹۶ کال د زمری (اسد) میاشتې تر ۱۰ نیټې پورې د کمیونیټې کالج ادارې ته وسپاری. 

 

د شمولیت معیارونه :

·         د دولسم ټولګي شهادتنامه چې د پوهنې وزارت لخوا تایید شوي وي

·         په منځنۍ توګه د لیسې په دوره کې د شپیته سلنه (۶۰٪) نمرو درلودل

·         د کمیونیټې کالج پروګرام د شمولیت په آزموینه کې برخه اخیستل

 

یادونه: د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام هغه ښڅینه محصیلینو ته چی د جذب شرایط یی پوره کړی وی او اقتصادی ستونزی لری لس (۱۰) بورسونه په نظر کی نیولی دی.

 

مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې بریښنالیک او شمیرو سره اړیکې ونیسی:

تیلفون: ۰۷۳۰۲۷۱۷۷۸   

ایمیل: associatedegree.eco.un@gmail.com