دلوړو زده کړو وزارت
19 سرطان 1396

د بلخ پوهنتون د سوداگری حسابداری کمیونټي کالج پروګرام خبرتیا

د بلخ پوهنتون د سوداګری حسابداری پروګر( Business Accounting Community College Program)    چی د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په مالی مرسته د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پرمختګ پروګرام (USWDP) له لارې او د امریکا د مساچوستس پوهنتون (University of Massachusetts Amherst) په تخنیکي مرسته سره را منځته شوی دی، د لمړی دوری لپاره محصل منی.

 

ټول مینه وال کولای شی چې د نوم لیکنې فورمی د 1396 هجری لمریز کال د چنګاښ )سرطان( میاشتې د ۱۷ نیټې څخه

تر د چنګاښ )سرطان( میاشتی تر ۳۱ مې نیټې پورې د بلخ پوهنتون د نوی ساحه څخه ترلاسه کړي. او د نوم لیکنې فورمی د ټولو لازمي اسنادو سره د 1396 کال د زمری )اسد( میاشتې تر پنځمی نیټې پورې د بلخ پوهنتون د کمیونیټې کالج ادارې ته وسپاری.

 

د شمولیت معیارونه :

د پوهنی وزارت لخوا تایید شوی د دولسم ټولګی شهادتنامه

په منځنۍ توګه د لیسې په دوره کې د شپیته سلنه ) ۶۰٪ ( نمرو درلودل

د کمیونیټې کالج پروګرام د شمولیت په آزموینه کې برخه اخیستل

 

 

یادونه: USWDP هغه ښځینه محصیلینو ته چی د جذب شرایط یی پوره کړی وی او اقتصادی ستونزی ولری، دری بورسونه په نظر کی نیولی دی.

 

مهرباني وکړئ د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې بریښنالیک او شمیرو سره اړیکې ونیسی:

تیلفونونه : 0502003555 0794322843 - 0797045950

ایمیل: sahibzada.hakim@gmail.com

sharifi.momar@gmail.com