دلوړو زده کړو وزارت
18 سرطان 1396

آذربایجان هېواد ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

آذربایجان هېواد ک باکو پوهنتون(Baku State University) د ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کال لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو پروګرامونو لپاره د نوم لیکنې خبر ورکړی.

په شرایطو پوره اشخاص کولی شي خپلې غوښتن پاڼې په مستقیم ډول www.indep.bsu.edu.az ادرس له لارې د یاد پوهنتون اداري بخش ته ولیږدوي. د اسنادو له چک وروسته به د نوموړي پوهنتون څخه په شرایطو پوره اشخاصو ته خبر ورکول شي.

مینوال کولی شي د لا ډیرو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د باکو پوهنتون ویب پاڼې   www.bsu.edu.az  ته مراجعه وکړي.

د بهرنیو محصلانو سره د تماس شمېرې ۰۰۹۹۴۱۲۵۳۸۵۳۵۷، ۰۰۹۹۴۱۲۵۳۹۰۶۹۵

بریښنایي پته: admission@bsu.zu

متقاضیان کولی شي د معلوماتو لپاره د اطلاعیي ضمایمو ته مراجعه وکړي او له دقیقې مطالعې وروسته د ۱۳۹۶ چنګاښ ۲۵ نیټې مخکې خپل اپلیکیشن فورمونه او اړوند اسناد لوړو زده کړووزارت بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست ته وسپاري.