دلوړو زده کړو وزارت
18 سرطان 1396

د کانکور آزموینو متفرقه، شپې او وروستي پړاو په اړه د لوړو زده کړو وزارت کانکور آزموینو عمومي ریاست خبرتیا

1.  د دولسمو ټولګیو ټولو فارغانو ته ( کابل شپې داوطلبانو، پولې بهر فارغانو، هغه داوطلبان چې د کانکور فورمونه یې د پوهنې وزارت ثانوي زده کړو ریاست، کابل ښار پوهنې ریاست، کابل ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه کړي او ټولو هغو داوطلبانو ته چې د ځینو ستونزو له امله په مرکز او ولایاتو کې د آزموینې له ورکولو پاتې شوي ) خبر ورکول کیږي چې د کانکور آزموینې کارټونه یې د ۱۳۹۶/چنګاښ ۲۱ او ۲۲ د چهار شنبې او پنج شنبې په ورځو په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې ورکول کیږي.

1.  هلکانو ته په کابل پولي تخنیک پوهنتون ډوډۍ خوړلو سالون کې.

2.  نجونو ته د کابل پولي تخنیک پوهنتون جمنازیوم کې.

د ټولو داوطلبانو د بایو متریک معلوماتو راټولولو پروسه په یادو ورځو کې (د چنګاښ ۲۱او ۲۲)د کارټ له ورکولو وروسته په شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو ټولو داوطلبانو د کانکور آزموینه د ۱۳۹۶ کال چنګاښ په  ۲۳ نیټه د جمعې په ورځ  کابل، کابل پولي تخنیک او شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتونونو کې سهار په ۷:۰۰ بجو اخیستل کیږي. د آزموینې ځای په کارټ کې ذکر شوی دی.

 

یادونه: د کانکور آزموینې له ټولو ګډونوالو څخه په کلکه غوښتنه کیږي، چې د آزموینې په ورځ د آزموینې صحنې ته د مبایل، مخابرې، وسلې او د هر ډول الکترونیکي او جارحه وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي. داوطلب سره د ذکر شویو وسایلو د پیداکولو په صورت کې، که څه هم ګټه یې ترې نه وي پورته کړي، د آزموینو د لایحې سره سم یې آزموینه باطل، داوطلب د آزموینې له صحنې څخه ویستل کیږي او امنیتي مسؤولینو ته ورپیژندل کیږي. برسیره پر دې له ټولو ګډونوالو څخه هیله کیږي چې د آزموینې په ورځ له ځانه سره د تابعیت اصلي تذکره، تور خود کار قلم او د کود رشتې جدول ولري.