دلوړو زده کړو وزارت
25 ثور 1396

د سریلانکا لیسانس بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

سریلانکا هېواد افغان محصلانو ته د پنځه سیټه تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. د دولسم ټولګیو هغه فارغانو ته چې په سریلانکا هېواد کې د زده کړو مینه وال وي خبر ورکول کیږي چې د نوم لیکنې او اسنادو بشپړولو لپاره د ۱۳۹۶/۳/۲ یا ۲۳/می /۲۰۱۷ نیټې پورې د لوړو زده کړو وزارت ګروپي بورسونو امریت ته مراجعه وکړي.

اړین اسناد:

·       د ښوونځي دورې درې کلنې نومرې(۷۰٪) او شهادتنامه

·       تابعیت تذکره

·       د جرمي مسؤلیت د نه شتون فورم په انګلیسي ژبه د ترجمې سره.

·       پاسپورټ لرل چې د پای تاریخ یې حداقل تر ۲۰۱۷ کال تر پای پورې باور ورلي

 

یادونه: د نوماند عمر باید تر ۲۵ کلنۍ زیات نه وي

مینوال کولی شي د لا ډیرو معلوماتو لپاره WWW.mohe.gov.lk  ویبپاڼې ته مراجعه وکړي.