دلوړو زده کړو وزارت
30 حمل 1396

د سارک سازمان بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

 

سارک سازمان د هو ټلدارۍ په برخه کې د سریلانکا هېواد د دوه سېټه بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم د ازادې سیالۍ لپاره اعلان ته وړاندې شول.

 شرایط:

·         شهادت پاڼه او د ثانوي دورې درې کلنې نمرې چې تر ۷۰٪ کمه نه وي

·        د تابعیت تذکره

·        ۴ فطعې انځورونه ( پاسپورت سایز)

·        نوماند باید ( IELTS 5.0-5) نمرې تر لاسه کړای شي

 

بنآ هغه نوماندان چې د پورتنیو شرایطو درلودونکې وي، کولی شي د اسنادو اخېستو او نورو فورمونو لپاره تر ۱۳۹۶/۲/۱۵  نېټې مخکې  د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او د فوق لیسانس بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده، که چېرته د نوماندانو شمېر د بورسونه له شمېر څخه ډېر شي د نوماندانو ټاکنه به د نمرو د لوړې فېصدۍ  له مخې تر سره شي . همدارنګه  د یاد پوهنتون د رشتو لیست په ضمیمه کې شتون لري، نوماندان کولی شي د رشتې د ټاکنې لپاره یاد لیست ته مراجعه وکړي.

برای دریافت معلومات بیشتر لینک ذیل کلیک کنید