دلوړو زده کړو وزارت
23 حمل 1396

د هند هېواد دپنجاب ایالت د چاندیګرا پوهنتون لخوا د پنځوس سلنې کمښت سره د بهرنیو اړیکو او د فوق لیسانس بورسونو د ریاست خبرتیا

 

د هند هېواد د پنجاب ایالت د چانديګرا پوهنتون د ۲۰۱۷ کال لپاره په فیس کې د ۵۰ سلنې کمښت سره دلیسانس او ماسټرۍ دورې لپاره  د ۳۰ سیټه بورسونو د ورکړې خبر ورکړی چې نور لګښت به د نوماند پر غاړه وي. لدې جملې ۱۵ سیټه بورسونه د لیسانس او ۱۵ سیټه بورسونه د ماسټرۍ دورې لپاره ځانګړې شوي دي.

د ماسټرۍ دورې لپاره شرایط:

·        په انګلیسي ژبه د یپلوم

·        په انکلیۍ ژبه د ترانسکریپټ نمرې

·        د لیسانس دورې د نمرو سلنه یې تر ۶۵٪ کمه نه وي.

·        د تابعیت تذکره

·        ۴ فطعې انځورونه( پاسپورت سایز)

 

بنآ هغه نوماندان چې د پورتنیو شرایطو درلودونکې وي، کولی شي د اسنادو اخېستو او نورو فورمونو لپاره تر ۱۳۹۶/۳/۲۰ نېټې مخکې  د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او د فوق لیسانس بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده، که چېرته د نوماندانو شمېر د بورسونه له شمېر څخه ډېر شي د نوماندانو ټاکنه به د نمرو د لوړې فېصدۍ  له مخې تر سره شي . همدارنګه  د یاد پوهنتون د رشتو لیست په ضمیمه کې شتون لري، نوماندان کولی شي د رشتې د ټاکنې لپاره یاد لیست ته مراجعه وکړي.

<a href='http://www.mohe.gov.af/upload/d.pdf'>برای دریافت معلومات بیشتر لینک ذیل کلیک کنیدa>