دلوړو زده کړو وزارت
22 حمل 1396

د پوهنتونونو او خصوص لوړو زده کړو ریاست خبرتیا

د یومف سویس د( MBA) مخکینۍ برنامې ټولو محصلانو او فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې درسونه او د تېزس د دفاع مېکانیزم یې د پنجشنبې پر ورځ ۱۳۹۶/۱/۲۴ د ګهیځ پر ۷:۰۰ بجو د کابل په اقتصاد پوهنځي کې پیلېږي، بنا پر ټاکلې ورځ په کابل پوهنتون کې حاضر شئ.

د یادونې وړ ده چې د سویس مخکینی پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت پر وړاندې هېڅ ډول قانوني اعتبار نه لري، هېوادوال دې خبر وي