دلوړو زده کړو وزارت
21 حمل 1396

د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو ریاست خبرتیا

د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسو د ۱۳۹۶ کال د کانکور پسرلنۍ ازموینه د لوړو زده کړو وزارت با صلاحیته استازي په حضور کې په ۱۳۹۶/۱/۱۰ نیټه پای ته رسیدلې ده.

له دې امله ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کیږي دغه پروسه ختمه شوې او له هغې وروسته هیڅ ډول د کانکور متفرقه آزموینه نه  اخیستل کیږي.

په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د تحصیل مینه والو ته خبر ورکول کیږي چې له دې وروسته یادو بنسټونو ته د پسرلنۍ آزموینې لپاره مراجعه ونه کړئ، که له دې وروسته هر خصوصي تحصیلي بنسټ د متفرقه په نامه کوم محصل جذب کړي د باور وړ نه دی او اسناد به یې د تائید وړ نه وي.