دلوړو زده کړو وزارت
29 کب 1395

د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ریاست خبرتیا

د خانه نور لوړو زده کړو خصوصي بنسټ چې د خانه نور لوړو زده کړو موسسې په نامه یې د لوړو زده کړو وزارت څخه جواز ترلاسه کړی، له څه مودې راهیسې یې د دغه وزارت مقرراتو او لوایحو خلاف د خانه نور پوهنتون په نامه تبلیغات پیل کړي. لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ریاست ټولو متقاضیانو او محصلانو ته خبر ورکوي چې یاد بنسټ د لوړو زده کړو یوه موسسه ده او تر اوسه یې پوهنتون ته ارتقا نه ده کړې، ټول مینه وال دې خبر وي.