دلوړو زده کړو وزارت
29 کب 1395

د کانکور آزموینو عمومي ریاست خبرتیا

۱ – ټولو هغو داوطلبانو ته چې د کانکور آزموینې په لومړي، دویم، دریم او څلورم پړاو کې د بایو متریک سیستم له خوا نه دي پیژندل شوي او یا د آزموینې په کتابچه کې د تخنیکي ستونزو له امله له آزموینې پاتې شوي خبر ورکول کیږي چې د دوشنبې په ورځ (۱۳۹۵ کب۳۰) پولي تخنیک پوهنتون څخه خپل کارتونه ترلاسه کړي. ۲ – د کانکور اختصاصي آزموینې داوطلبان ( دارالعلومونو، تخنیکي او مسلکي انسټیټونو، تربیه معلم، او صحي علومو) ۱۴ پاسانو ته چې د نوم لیکنې فورمونه یې له پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي وو، خپل کارتونه دې له همغو پوهنتونونو څخه د یکشنبې او دوشنبې په ورځو (۱۳۹۵کب۲۹ او ۳۰ ) ترلاسه کړي. ۳ – د یادو داوطلبانو د کانکور آزموینه د ۱۳۹۶ وري میاشتې په ۲ په (شهید استاد رباني، پولي تخنیک، او کابل طبي) پوهنتونونو کې اخیستل کیږي. یادونه: د آزموینې ځای او اتاق شمېره د داوطلبانو په کارتونو کې ذکر شوي.