دلوړو زده کړو وزارت
25 کب 1395

بنګلدیش بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت بورسونو ریاست خبرتیا

په بنګله دیش هېواد چیتاګونګ ښار کې د ښځو لپاره آسیایي پوهنتون، د ښځو په برخه کې د افغانستان لوړو زده کړو وزارت ته د ۵۰ سیټه لیسانس تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړی. یادو بورسونو ته یوازې هغه نجونې کولی شي نوم لیکنه وکړي چې د ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ کال پورې له دولسمو ټولګیو فارغې شوې وي او د نومرو اوسط یې ۷۵ وي. د نوم لیکنې لپاره د ۱۳۹۵ کب میاشتې ۲۸ پورې د لوړو زده کړو وزارت ګروپي بورسونو آمریت ته مراجعه وکړئ. د یادولو وړ ده چې له ټولو نوماندانو څخه د (برک) موسسې له خوا آزموینه اخیستل کیږي او یوازې بریالي نوماندان یادو بورسونو ته ورپیژندل کیږي.