دلوړو زده کړو وزارت
24 کب 1395

د کانکور آزموینو عمومي ریاست خبرتیا

د کابل ولایت ښار پوهنې ریاست اړوند ( ابوالقاسم فردوسي، شهرک مهدیه، شاه دو شمشېره، مریم، استاد محمد ابراهیم خواخوږی، زلیخا، کمک به معارف دریم نمبر نجونو، معرفت خصوصي، دوازده امام شهرک، ستاره، امید سبز شهرک هلکانو، شهیدان نجونو، ذبیح الله عصمتي، قلعه حشمت خان، غلام نبي خان چرخي نجونو، خواجه رواش نجونو، سر آسیاب لیسه، بي بي ساره، محراب الدین، ده خدایداد نجونو، آزادي لیسه، محمد صدیق پسرلی، ملي شهرک، استاد قیام الدین خادم، منوچهري نجونو، پلچرخي نجونو، قلعه بختیار، قلعه زمان خان، همایون شهید، نازو انا هلکانو، سپین کلي نجونو، عمرا خان، خواجه رواش هلکانو، زینب کبرا، ذاکرین شهرک، علي احمد خان پوپل، اماني، استقلال، ملالۍ، غازي محمد شاه خان بابکرخیل، پلچرخي هلکانو، درخانۍ، غازي، عبدالغفور ندیم، عبدالقادر بیدل، ابن سینا، خواجه عبدالله انصاري، کمک به معارف نمبر دوم قلعه وزیر، غلام محمد فرهاد، تخنیکي او مسلکي انسټیټوټونه، دیني علومو او ټولې خصوصي لیسې) لیسو د ۱۳۹۵ کال او مخکې کلونو د دولسمو ټولګیو فارغانو ته چې د کانکور آزموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې او بایو متریک سیستم ته حاضر شوي، خبر ورکول کیږي چې په آزموینه کې د شمولیت کارتونه یې ۱۳۹۵ کب ۲۴ سه شنبې له ورځې په اړوندو لیسو کې ویشل کیږي، د یادو طلبانو د کانکور آزموینه د ۱۳۹۵ کب ۲۷ (جمعې) په ورځ په کابل پوهنتون، شهید استاد رباني پوهنتون، کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل طبي پوهنتون کې سهار په ۸:۰۰ بجو اخیستل کیږي. د آزموینې ځای او د اتاق شمېره په کارت کې ذکر شوې، هیله ده آزموینې ته په خپل وخت حاضر شئ. یادونه: د کانکور آزموینې له ټولو ګډونوالو څخه په کلکه غوښتنه کیږي، چې د آزموینې په ورځ د آزموینې صحنې ته د مبایل، مخابرې، وسلې او د هر ډول الکترونیکي او جارحه وسایلو له راوړلو څخه ډډه وکړي، داوطلب سره د ذکر شویو وسایلو د پیداکولو په صورت کې، که څه هم ګټه یې ورنه نه وي پورته کړي، د آزموینو د لایحې سره سم یې آزموینه باطل، داوطلب د آزموینې له صحنې څخه ویستل کیږي او امنیتي مسؤولینو ته ورپیژندل کیږي. برسیره پر دې له ټولو ګډونوالو څخه هیله کیږي چې د آزموینې په ورځ له ځانه سره د تابعیت اصلي تذکره، تور خود کار قلم او د کود رشتې جدول ولري.