دلوړو زده کړو وزارت
11 سلواغی 1395

د کانکور آزموینو عمومي ریاست خبرتیا

د دولسمو ټولګیو ټولو فارغانو ته چې په اړوندو لیسو کې د کانکور آزموینې لپاره له نوم لیکنې پاتې شوې، خبر ورکول کیږي چې لاندې ځایونو ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړي: ۱ – له پولې اخوا(بیرون مرز) لیسو او د ولایاتو لیسو فارغان دې د پوهنې وزارت عمومي تعلیماتو ریاست ته چې په ګلبهار سنټر کې واقع دی مراجعه وکړي. ۲ – د کابل ولایت د لیسو فارغان دې په سرای غزني کې د کابل ښار پوهنې ریاست ته مراجعه وکړي. ۳ – د کابل ولایت د ولسوالیو لیسو فارغان دې د کابل ولایت د پوهنې ریاست ته، چې د میرویس میدان او کمپنۍ پر سرک په دیوان بیګي سیمه کې واقع دی مراجعه وکړي. داوطلبان کولی شي د ۱۳۹۵/۱۱/۱۱ نیټې څخه تر ۱۳۹۵/۱۲/۲۹ پورې پورته ځایونو ته د نوم لیکنې لپاره ورشي.