دلوړو زده کړو وزارت
15 قوس 1395

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د معلوماتی تکنالوجی کمیونټي کالج پروګرام خبرتیا

د کابل پولی تخنیک پوهنتون د معلوماتی تکنالوجۍ کمیونټي (Information Technology Community College Program) پروګرام د دریم پړاو لپاره محصلین مني. دا پروګرام د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک د پراختیا پروګرام د مالي او تخنیکي مرستې او د امریکا ایالاتو د سنټرال جورجیا تخنیکي کالج (Central Georgia Technical College) په تخنیکي مرستې سره را منځته شوی دی. په دې توگه ټولو مینه والو ته خبر ورکول کیږي چې د نوم لیکنې د فورمونو د ویش بهیر به د ۱۳۹۵ ل.ل کال د لیندۍ میاشتې له ۱۵ مې نیټې څخه د لیندۍ میاشتی تر ۲۷ مې نیټې پورې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په کمیونټي کالج کې دوام لري. مینه وال باید د نوم لیکنې د فورمونو د ډکولو څخه وروسته خپل ټول لازم اسناد د ۱۳۹۵ کال د مرغومي میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د کمیونیټي کالج ادارې ته وسپاري. د شمولیت معیارونه : • د دولسم ټولګي شهادتنامه چې د پوهنې وزارت لخوا تایید شوي وي • د لیسې په دوره کې د نومرو اوسط ۶۰٪ لرل. د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمیرې او بریښنالیک سره اړیکې ونیسی: تیلفون: ۰۷۹۵۳۵۷۱۹۹ بریښنالیک: h.sokout@kpu.edu.af