دلوړو زده کړو وزارت
08 عقرب 1395

د هندوستان هېواد تحصیلي بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د هندوستان هېواد پاتې بورسونو په اړه د بورسونو د ویش عالي کمیسیون له خوا د ۱۳۹۵ لړم ۳ لاندې پریکړه نیول شوې ده: د هندوستان هېواد ټولو پاتې بورسونو ته د کابل ولایت د دولسمو ټولګیو فارغانو ته په لاندې شرایطو سره سم نوم لیکنه کولی شي. 1. مینه وال باید د دولسم ټولګي شهادتنامه او درې کلنې نومرې له ځانه سره ولري. 2. د ۱۳۹۴ – ۱۳۹۵ کال به کانکور آزموینه کې یې ګډون کړی وي او نومرې یې له ۲۸۰ څخه کمې نه وي. 3. په ۱۳۹۴ کال کې فارغ وي. 4. د انګلیسي ژبې سره بلدیت ولري. 5. نوماندان کولی شي د ۱۳۹۵ لړم ۱۲ پورې خپل اسناد بشپړ کړي. بناً؛ د کابل ولایت ټولو په شرایطو پوره مینه والو ته خبر ورکول کیږي چې د نوم لیکنې لپاره هر څومره ژر چې کیږي د لوړو زده کړو وزارت بورسونو د تنظیم آمریت ته مراجعه وکړي