دلوړو زده کړو وزارت
05 عقرب 1395

د مکسیکو هېواد بورسونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د مکسیکو هېواد د همکاریو د پراختیا نړیوالې ادارې بهرینو محصلانو د تحصیل او څیړنو په موخه د (۹) ډوله تحصیلي بورسونو خبر ورکړی. په شرایطو پوره اشخاص چې د یادو بورسونو مینوال وي د ډیرو معلوماتو لپاره دې لاندې ویبپاڼې ته مراجعه وکړي. http//sigca.sre.gob.mx مینوال کولی شي، پورته وب پاڼې ته مراجعه وکړي، فورمونه په آنلاین ډول بشپړ او کاپي یې د لوړو زده کړو وزارت بورسونو ریاست ته وسپاري.