دلوړو زده کړو وزارت

دريEnglish29 غبرګولی 1392
آرشيو مطالب:

صرف براي کارمندان وزارت:

ايميل آدرس:

براي نمونه: prefix@mohe.gov.af
کلمه عبور:

خبرونه

د ۱۳۹۱ کال د غوايي مياشتې په۲۰ مه نيټه په کندهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکټر عبيد الله عبي

به تاريخ: 26 غويی 1391

د ۱۳۹۱ کال د غوايي مياشتې په۲۰ مه نيټه په کندهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکټر عبيد الله عبي

د لوړو زده کړو وزير :

موږ نه يوازې د ودانيو پر جوړولو بسنه کړې، بلکه په پام کې لرو چې د تحصيلي اسانتياوو، د محصلينو د ژوند لپاره د ښو شرايطو په برابرولو، د علمي، اداري او خدماتي پرسونل د کاري او علمي ظرفيتونو د لوړولو او په نورو برخوکې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندي کړو!

 

د لوي او مهربان څښتن تعالي په سپيڅلي نامه

 

د کندهار ولايت دروند والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ولايتي شورا محترموغړو، د کندهار پوهنتون رهبري هيات، استادانو او ګرانو محصلينو! اجازه راکړئ تر ټولو دمخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت رئيس جلالتمآب حامد کرزي او د لوړو زده کړو وزارت رهبري هيات له خوا نيکې هيلې او ښې پيرزوينې تاسو او د کندهار تاريخي او ښکلي ولايت شريفو او درنو اوسيدونکو ته ورسوم.

ډير خوښ يم، چې نن په کندهار ولايت کې د کندهار پوهنتون په انګړ کې تاسو سره له نږدې ګورم. کندهار پوهنتون، چې د هېواد د بنسټيزو پوهنتونونو په ډله کې شميرل کيږي، تل د دولت او لوړو زده کړو وزارت د پاملرنې وړ ګرځيدلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان د ملي پراختيايي پاليسۍ او د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په ځانګړې پاملرنه په هېواد کې د لوړو زده کړو په سيستم کې د کمي او کيفي مثبتو بدلونونو راوستلو ته کلکه ملا تړلې ده او پدې لاره کې به مثبت ګامونه پورته کړي.

له کومې ورځې، چې مې په هېواد کې د لوړو زده کړو وزير په توګه دغه دروند او مقدس مسؤليت ترلاسه کړي؛ په هېواد کې د پوهنتونونو او تحصيلي مؤسسو څخه  ليدنه او د تحصيلي بنسټونو پر وړاندې پرتو ستونزو ارزونې، د استادانو او محصلانو غوښتنو ته لاسرسي او تحصيلي سيستم ته پراختيا ورکول مې د کاري لومړيتوبونو په سر کې دي، چې پدې لړ کې مې د هېواد له يو شمېر پوهنتونو څخه ليدنه کړې او دا دي نن د کندهار پوهنتون وضعيت هم له نږدي ارزو.

لکه څرنګه چې ټولو ته ښکاره ده د تيرو څو لسيزو جنګ جګړو له امله زموږ هېواد په هر اړخيز ډول له ستونزو سره مخ شو، چې لوړو زده کړو ته هم درانه زيانونه واوښتل. خو بيا هم د ورستۍ لسيزې راهيسې په هېواد کې لوړو زده کړو ته ډيره پاملرنه شوې او د پام وړ بدلون پکې راغلي دي.

دا چې د کندهار پوهنتون به هم يو شمير ستونزې لري خو د دې تر څنګ يو شمير لاسته راوړنې هم لري، چې يو هم د دې لاسته راوړنو څخه د پوهنتون داخلي فضا ده.

موږ په خپل سفر کې ډيرې مهمې او حياتي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې، چې پدې کې د مرکزي لابراتوار ودانۍ، د هوا پيژندنې پرمختللي مرکز، د کارموندنې مرکز، کتابتون او نور شامل دي او په همدې توګه د دوو پوهنځيو(اقتصاد او ادبياتو) د بنسټ ډبره مو کېښوده.

د لوړو زده کړو وزارت به په خپل پرمختيايي پلان کې ډير ژر د کتابتون، جمنازيوم، انجينرۍ او د ډوډۍ خوړلو  خونې لپاره د څلورو نورو ودانيو کار پيل کړي.

موږ نه يوازې د ودانيو پر جوړولو بسنه کړې، بلکه په پام کې لرو چې د تحصيلي اسانتياوو، د محصلينو د ژوند لپاره د ښو شرايطو په برابرولو، د علمي، اداري او خدماتي پرسونل د کاري او علمي ظرفيتونو د لوړولو او په نورو برخوکې خپلې هلې ځلې نورې هم ګړندي کړو.

د کندهار ولايت اداري او د هغه په راس کې عالم والي صاحب او د کندهار د شريفو او علم پالونکو خلکو څخه زما هيله دا ده، چې د پوهنتون د پراختيا او پرمختيا لپاره زموږ سره خپل امکانات شريک کړي، تر څو کندهار پوهنتون نه يوازې د هېواد په کچه، بلکه په سيمه کې د نورو پوهنتونونو سره سالمه سيالۍ وکولاي شي.

زه له خپله اړخه او د لوړو زده کړو وزارت د ټول رهبري هيات له خوا ډاډ درکوم، چې خپل ټول امکانات به د نوموړي پوهنتون د پراختيا لپاره ورکوو، تر څو د شته ننګونو څخه په برياليتوب سره راووځو او د ځوانانو د روحې سره سم ورته دلته زده کړې اسانتياوې چمتو شي.

نورمو وخت نه نيسم د کندهار د ښکلي، فرهنګي او تاريخي ولايت د کارنامو ژوندي کولو په هيله خپلې خبرې پاي ته رسوم.

د لوړو زده کړو وزير

پوهاند ډاکټر عبيدالله عبيد

 

ديگر اخبار روز:

Copyright© 2006 Ministry of Higher Education
Powered & Developed by ICTA - info@icta-co.com