دلوړو زده کړو وزارت

دريEnglish2 غبرګولی 1392
آرشيو مطالب:

صرف براي کارمندان وزارت:

ايميل آدرس:

براي نمونه: prefix@mohe.gov.af
کلمه عبور:

خبرونه

د لوړو زده کړو وزارت د خواشنۍ او دادګيرنې پيغام

به تاريخ: 12 غويی 1391

د لوړو زده کړو وزارت د خواشنۍ او دادګيرنې پيغام

په ډيره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي رييس او سابقه لرونکي استاد پوهندوي ډاکټر اسد الله شينواري  د ورپيښې ناروغۍ له امله  له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي .

انا لله وانا اليه راجعون

ارواښاد پوهندوي ډاکټر اسد الله شينواري کلونه کلونه په  ننګرهار پوهنتون کې  د دې هيواد د ځوان نسل ډاکټرانو په  روزنه، د علمي اثارو په ليکنه او نورو اکاډميکو کړنو خپل  ژوند تيرکړ. همدارنګه له هېواد څخه بهر د هجرت په کلونو کې هم د خپلو هيوادوالو په خدمت کې ؤ.

د ده مړينه يوه لويه ضايعه، د لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړي توګه د ننګرهار پوهنتون  او خلکو ته ده .

د لوړو زده کړو وزارت د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ، دوستان او د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلانو ته وړاندې کوي الله تعالي دې دي وبخښي او پاتې کسانو ته يې جميل صبر  ور په برخه کړي .

د لوړو زده کړو وزير

پوهاند ډاکټر عبيد الله عبيد

ديگر اخبار روز:

Copyright© 2006 Ministry of Higher Education
Powered & Developed by ICTA - info@icta-co.com