دلوړو زده کړو وزارت | ||
| دريEnglish2 غبرګولی 1392 | ||
صرف براي کارمندان وزارت: | د لوړو زده ګرو وزارت پورتال
د افغانستان د لوړو زده کړو پورتال د افغانستان په کچه د ښوونې او روزنې د پوهنځيو د استادانو د نښلولو او همغږي کولو لپاره جوړ شوي. چې د استادانو او محصلانو لپاره د افغانستان د لوړو زده کړو د پروژې په اړه مالومات ورکوي او د درسي نظام د بډاينې او د استادانو او محصلانو د ستونزو د هوارولو لپاره پرليکه کتابتون او د خبرو اترو بورد لري. د GLP کارکوونکي د ښوونې او روزنې د پوهنځي د علمي کادرونو له غړو سره مرسته کوي تر څو له هغو ښوونيزو سرچينو څخه چې د افغانستان د لوړو زده کړو په پورتال کې په پښتو او دري ژبه دي ګټه واخلي او يا هم خپلې ښوونيز سرچينې له نورو استادانو سره شريکې کړي. استادان به په برېښنايي خبرو اترو کې ګډون کوي او خپلې نظريې او علمي تجربې له خپلو نورو همکارانو سره په نورو ولاياتو کې شريکوي. او خپلې سرچينې به د افغانستان د لوړو زده کړو پورتال ته پورته کړي. د افغانستان د لوړو زده کړو د پورتال وروستنۍ موخه د هېواد په کچه د ښوونې او روزنې د پوهنځيو تر منځ د يوه نيټورک (شبکې) را منځ ته کول دي. د افغانستان د لوړو زده کړو پورتال په دري ، پښتو او انګريزي ژبو خلاصوي شئ او د هغې شته مطالب لوستلي شئ.
| |
| Copyright© 2006 Ministry of Higher Education Powered & Developed by ICTA - info@icta-co.com | ||