دلوړو زده کړو وزارت

دريEnglish4 غبرګولی 1392
آرشيو مطالب:

صرف براي کارمندان وزارت:

ايميل آدرس:

براي نمونه: prefix@mohe.gov.af
کلمه عبور:

کنفرانسونه

دلوړو زده کړو وزارت او امريکايئ پوهنتون ترمنځ لمړنۍ ګډ کنفرانس

دلوړو زده کړو وزارت او امريکايئ پوهنتون ترمنځ لمړنۍ ګډ کنفرانس

لمړني کنفرانس:

(کابل): دشنبه ورځ دليندي دمياشتي ۱۶ نيټه لمړنۍ ګډ کنفرانس چي دلوړوزده کړو وزارت اوپه افغانستان کي امريکائي پوهنتون چي په دارالامان کي واقع ده دايرشو.

په دغه کنفرانس کي چي دوي ورځي ئي دوام وکړ، دلوړو زده کړو وزارت د رهبري اعضاوو په ټول افغانستان کي دپوهنتونونو او د لوړو تحصيلي مؤسسو ريئسانو، استادانو، کورنيو اوبهرنيو پوهاندانو اوپه افغانستان کي دامريکائي پوهنتون رهبري اعضاوو ګډون کړۍ وو.

دغه کنفرانس په لمړنۍ ورځ ددغه پوهنتون مؤسس او ريئس ښاغلي ډاکټر محمد شريف فايض په وينا پيل شو، نوموړي ددي پوهنتون دبنياد پروګرامونو، هدفونو اود همکارۍ خصوصي اومستقل په اړه خبري وکړي اوخپلي دوه اړخيزي همکاري دلوړو زده کړو محترم وزارت چي ځمکه ئي دغه پوهنتون ته او همدارنګه نورسهولتونه برابر کړي دي اعلان کړ.

وروسته له دي څخه دعامه روابطو آمر او وياند ښاغلي ډاکټرشاولي الله اديب دافغانستان دلوړو زده کړو وزير ښاغلي ډاکټر محمد اعظم دادفر پيغام ولوست چي په هغه کي ددغسي همکاري داکادميکوچارو او آزادۍ، کنفرانسونو جوړول اوهمدارنګه  د استادانو اوزده کوونکو دپوهي دسطحي لوړول مهم وبلل. په دغه دوه ورځني ګډ کنفرانس کي ګډون کوونکو داکادميک آزادي، کريډيټ سيسټم اوددغه تطبيق دافغانستان په لوړو تحصيلي مؤسسو اوپه پوهنتونونوکي اداري اصلاحات اوپه افغانستان کي دامريکائي پوهنتون اوپه افغانستان کي خصوصي لوړو تحصيلي مؤسسو بررسي اوفعاليت په باره ګډون کوونکو هم بحث وکړ.

دغه کنفرانس وروسته له دوو ورځو څخه دبحث او آرزيابي وړ وګرځيد اوهمدارنګه ديو بل نوي سراسري کنفرانس دپاره وړانديزونه په (۲۰۰۷) کال کي وليږل شول.

ديگر کنفرانسها:

Copyright© 2006 Ministry of Higher Education
Powered & Developed by ICTA - info@icta-co.com