دلوړو زده کړو وزارت

دريEnglish29 غبرګولی 1392
آرشيو مطالب:

صرف براي کارمندان وزارت:

ايميل آدرس:

براي نمونه: prefix@mohe.gov.af
کلمه عبور:

اعلانونه خبرونه

دکانکورآزموينې ګډون کوونکي(داوطلبان) بايد په جدي توګه لاندې ټکوته پاملرنه وکړي:

1. دکانکور آزموينې پروسې دروڼتيا (شفافيت)دتامين اودنقل،تقلب اوجعل کارۍ دمخنيوي لپاره په کانکورکې له ټولوګډون کوونکوڅخه په ډيره ټينګتيا غوښتنه کيږي چې دکانکورآزموينې په ورځ دآزموينې صحنې ته دموبايل ،بلوتوت،مخابرې ،الکترونيکي وسايلو او وسلې له راوړلوڅخه په کلکه ډډه وکړي،که پورتني ذکرشوي وسايل له کوم ګډون کونکي سره دآزموينې په صحنې کې پيداشي ، نوموړي ګډون کونکي له آزموينې څخه محروم اوامنيتي ارګانونوته سپارل کيږي.

2. په آزموينه کې ټول ګډون کوونکي مکلف دي چې دآزموينې په ورځ دځوابونوپه پاڼه کې دسوالونوکتابچې فورم لمبراود رشتې کودلمبر دکوټي دتورولو لپاره له ځان سره پنسل اوپنسل پاک ولري.

3. په ټينګارسره يادونه کيږي چې هرګډون کونکي بايد دسوالونوکتابچې خپل فورم لمبراودخپلې خوښې رشتې کود لمبردځوابونوپاڼې په ټاکل شوي (معين)ځاي کې په عدد(ارقامو)سره وليکي او وروسته دليکل شويوارقامو سره سم په دقيقه توګه ټاکل شوې کوټه توره کړي ؛ځکه که په پورتنيو مواردوکې لږه غلطې هم رامنځته شي کيداي شي چې په آزموينه کې دګډون کونکي دبې سرنويشتۍ سبب وګرځي اوبيا به مسئوليت په خپله دګډون کونکي پرغاړه وي.

4. هغه کسان چې په آزموينه کې يې پخوا درې ځله ګډون کړي وي،دلوړوزده کړو اونيمه لوړو زده کړو ته دشامليدولايحې سره سم بياپه آزموينه کې دګډون حق نه لري.

5. هغه کسان چې دپوهنتونونواودنيمه لوړوزده کړو برحال زده کوونکي وي، اوپه آزموينه کې ګډون وکړي ، دآزموينې لايحې د۴۴ مادې سره سم نوموړي ګډون کونکي له خپل اړوند پوهنتون اوتحصيلي مؤسسې څخه ديو کال لپاره منفک کيږي.

6. هغه ګډون کوونکي چې پخوا له ۱۳۹۰ کال څخه فارغ شوي او د۱۳۹۰کال کانکورآزموينې لپاره يې دثبت نام فورمونه داړوند مکتب په تاييد سره  په مرکز اوولايتونو کې ډک کړي وي ، اودروان کال کانکورآزموينو ترشروع کيدو پورې دآزموينو رياست ته تسليم نه کړي دد وي دثبت نام فورمونه  بې اعتباره ګڼل کيږي اوپه نوموړې آزموينه کې دګډون حق نه لري.

7. هغه کسان چې پوهنتون اويا نيمه لوړو تحصيلي مؤسسو ته کامياب اوبيا يې له نوموړي پوهنتون اويا تحصيلي مؤسسې څخه منفکي اخيستي وي ،اوبيا په آزموينه کې دګډون علاقه ولري،بايد زرتر زره ،دآزموينوتر شروع کيدوپورې ،دآزموينو رياست ته دخپلې منفکۍ سند تسليم کړي پرته له دې  په آزموينه کې دګډون حق نه لري.                       

په درناوي

ديگر اخبار کانکور:

Copyright© 2006 Ministry of Higher Education
Powered & Developed by ICTA - info@icta-co.com